وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د روتھ فاؤ په مړينه د غم دړد څرګندونه

اسلام آباد 10 اګست (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د روتھ فاؤ په مړينه د غم دړد څرګندونه كولو سره وئيلي د روتھ فاؤ مړانه ،خذمات او هېواد سره مينه او جذبه به تل ياد ساتلې شي۔ د زيارت پھ ورځ د غمرازۍ په خپل پیغام كښې وزیرا عظم ووئيل روتھ فاؤ كه پھ المان كښې زېږدلې ؤ خو ولې د هغه زړه تل په پاکستان كښې ؤ۔ هغه جذام رنځ كښې د اخته كسانو ژوند ښه كولو له د پاکستان جوړېدو په وړومبو كالونو كښې دلته مېشته شوې ؤ او خپل ژوند ئې د جذام رنځورانو خذمت له وقف کړې ؤ۔ وزیر اعظم ووئيل د روتھ فاؤ مړانه ،خذمات او هېواد سره مينه او جذبه به تل ياد ساتلې شي