كچې كېنال منصوبې څخه به ډېره بګټي او د بلوچستان نورو سيمو ته ګټه ورسي او شاړه زمكه به د اوبه خور جوګه شي

اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د اوبو وسائلو وزارت ته سپارښتنه كړې ده چې ټولو پرمختيائي پروژو ته دې پام لرنه وكړې شي او د ھغې په وخت بشپړولې دې باوري كړې شي۔ د واپډا اړوندو چارو پحقله وزيراعظم هاٶس كښې د غونډې مشرۍ كولو سره ده ووئيل د معلاماتو په ښه ډول مخ په وړاندې بوتللو لپاره د آبي وسائيلو نوې وزارت جوړ كړې شوې ۔ ده ووئيل تېر وخت كښې د آبي سلامتيا معامله نظر اندازه كړې شوې او ټول پام د برېښنا پېداوار پلو ګرځولې شوې ٶ۔ ده ووئيل اوسني حكومت د اوبو لوي منصوبې پېل كړې ځكه چې اوبه زمونږ په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ ده ووئيل مونږ له به د آبي وسائلو وزارت جوړول وي او په دې لړ كښې دې هڅې ګړندۍ كړې شي۔ د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن په دې موقع وزيراعظم د اوبو او برېښنا د جاري منصوبو نه خبر كړو كومې چې د پاهونو په نګرانۍ كښې اوسني حكومت پېل كړې وې۔ ده وزیراعظم د آبي وسائلو د انتظام پحقله د سباٶن منصوبو نه هم خبر كړو۔ غونډه كښې دا خبره محسوس كړې شوه چې د اوسني حكومت لخوا پېل كړې ټولې ستراتېژك منصوبې به پخپله ټاكلې موده كښې ترسره كولې شي۔ غونډې ته وئيلې شول د کچھي کېنال منصوبې په روانه مياشت پرانسته وكړې شي ٬ د واپډا چئیرمېن ووئيل دا منصوبه د تېرو 15 كالو راهسې التواء سره مخ ٶه خو اوسني حكومت په دې كار پېل كړے او د منصوبې په بشپړېدو كښې ولاړ خنډان ئې لړې كړې۔ واپډا چيئرمېن وزيراعظم ته د 969 مېګاٶاټ د نيلم جهلم هائېډرو پاور پروژې وړومبنې يونټ د راتلونكي كال په فرورۍ او دوېم يونټ په مارچ كښې د كار پېل كولو ووئېل ۔ د واپډا چيئرمېن تر مخه د 1410 مېګاٶاټ د تربيلا فور پراختيا منصوبې وړومبې يونټ به راتلونكي كال فرورۍ٬ دوېم يونټ په اپرېل او درېم يونټ به مئي كښې بشپړ شي۔ په غونډه كښې د داسو هائېډرو پاور پروژې او د ديامر بهاشا بند د ابتدائي كار پشمول د پېل كېدونكو منصوبو پحقله هم بريفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم د كار په معيار د سمجهوتې كولو نه او د لګښت په زياتېدو د قابو موندلو امر وكړو۔ ده د منصوبو د قامي اهميت تر مخه د مستقلې نګرانۍ هم امر وكړو او وي وئيل د ټولو ډلو ترمېنځه اتفاق رائے لپاره د شريكې ګټې كونسل راتلونكې غونډه كښې دې دا منصوبې په اېجنډا راوستلې شي۔ وزیراعظم ووئيل بايد مونږ ديامر بهاشا بند ته پام لرنه وكړو او په دې لړ كښې ټول خنډان لرې كړو۔ ده ووئيل مونږ له به پرېكړه كول وي٬ اوس د پرېكړې په كولو كښې د نلا تاخير ګنجائش نشته۔ وزیراعظم د آبي وسائل مېنجمنټ پحقله په پرله پسې د جاج اخستة غونډو امر وكړو۔ د اوبو سېكتر او نورو اعلٰې چارواكو په غونډه كښې ګډون كولو ۔