شاهد خاقان عباسي 221 ووټونه ترلاسه كولو سره د هېواد 28م وزيراعظم وټاكل شو

اسلام آباد 01 اګست (اے پی پی) د مسلم ليګ(ن) او د اتحادي ګوندونو كانديد شاهد خاقان عباسي 221 وټونه ترلاسه كولو سره د هېواد 28م وزيراعظم ټاكل شوے۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په 44مه غونډه كښې د نوې وزيراعظم ټاكنې لپاره رائې وركړې شوې چې پكښې د څلورو كانديدانو مقابله وشوه د پيپلز ګوند كانديد سيد نويد قمر 47 ووټونه ترلاسه كړل٬د عوامي مسلم ليګ مشر او د تحريك انصاف حمايت لرونكې كانديد شېخ رشيد 33 دغسې د جماعت اسلامي كانديد صاحبزاده طارق الله 4 ووټونه ترلاسه كړل۔ عوامي نېشنل ګوند او د بلوچستان نېشنل ګوند مينګل د ټاكنو په عمل كښې برخه وانخسته۔ قامي اسمبلۍ كښې د نوي وزيراعظم ټاكنې لپاره د قامي اسمبلۍ هال د پولنګ سټېشن په توګه وكارول شو۔ د كانديدانو لپاره څلور ګيلرۍ بېلې كړی شوې وې۔ شاهد خاقان عباسي لپاره لابي اے٬ د سيد نويد قمر لپاره لابي بي٬شېخ رشيد لپاره لابي سي او د صاحبزاده طارق الله لپاره لابي ډي بېلې كړی شوې وې۔ د دې نه پس د پولنګ په آخر د ووټونه شمېره وشوه۔ د مسلم ليګ (ن) كانديد شاهد خاقان عباسي ته د متحده قومي موومنټ د جے يو آئي(ف)٬د مسلم ليګ فنكشنل٬د پښتونخوا ملي عوامي ګوند٬د فاټا څخه د آزادو غړو٬د مسلم ليګ ضياﺀ٬د نېشنل پيپلز ګوند٬نېشنل ګوند بلوچستان او د آل پاكستان مسلم ليګ حمايت ترلاسه وو۔ د ووټونو شمېرې بشپړیدو نه پس سپيكر غړي ايوان ته بېرته راوبلل د دې نه پس هغه نتيجه اعلان كړه۔ په مجموعي توګه 342 غړو كښې 305 غړو خپل ووټ استعمال كړو۔ د تحريك انصاف مشر عمران خان غېر حاضر وو۔ د سپيكر د اړخه د اعلان نه پس د قامي اسمبلۍ په هال كښې د مسلم ليګ (ن)غړو د نواز شريف پھ حق كښې غږ پورته كړو۔ نوي ټاكل شوي وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د نتيجې اعلان نه پس خپلو مخالف كانديدانو سيد نويد قمر٬شېخ رشيد٬صاحبزاده طارق الله خوا ته ورغلو او هغوي سره يې ستړې مشي وكړل۔ پھ دې مهال غړو شاهد خاقان عباسي له مباركي وركړه۔د دې نه پس سپيكر هغه له بلنه وركړه چې خپله چوكۍ سنبال كړي۔ هغه پھ ايوان كښې خپله چوكۍ سنبال كړه