د پاکستان رېنجرز پنجاب لاهور كښې د لټون عمليات٬ د لغوه ټي ټي پي او ټي ټي اېس پنځه ترهه ګر او د ھغوي سهولت كار ونيول شول

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د پاکستان رینجرز پنجاب د پوليس او قانون نافذ كوٶنكو ادارو سره لاهور كښې د لټون عمليات په مهال د لغوه ټي ټي پي او د ټي ټي اېس پنځه ترهه ګر او د ھغوي سهولت كار نيولي دي۔ د آئي اېس پي آر له مخې پنجاب رېنجرز كاٶنټرټېررازم ډيپارټمنټ ٬ پنجاب پوليس او قانون نافذ كوٶنكو ادارو سره په ګډه لاهور كښې د لټون عمليات كړي دي۔ او په دې مهال ئې 5 ترهه ګر او د ھغوي سهولت كار ګرفتار كړې دي