د پاکستان او هند ترمېنځه د اړي ګړي خاتمې له دواړو هېوادونو له نېغ په نېغه مذاكراتو ته اړتيا ده

واشنګټن 24 اګست (اے پي پي) امریکې يو ځل بيا د پاکستان او هند ترمېنځه د اړي ګړي خاتمې لپاره دواړو هېوادونو ترمينځھ د نېغ په نېغه مذاكراتو په حاجت زور راوړې ۔ دا خبره د امريكې د خارجه څانګې وياندې هېډرنوارټ تېره ورځ د معمول خبري كنفرنس كښې وكړه۔ دې ووئيل چې امريكا به د نورو چارو نه ځانله د اړي ګړي خاتمې لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نېغ په نيغه خبرو اترو ډاډګيرنه كوي۔ دې ووئيل امريكا غواړي چې د كشمير ستونزې هواري له دواړه هېوادونه د دې مسئلې حل ولټوي۔ د يوې پوښتنې چې آيا امريكا د پاكستان لخوا په پاك افغان پوله د كنډا تار لګولو ملاتړ كٶي وياندې ووئيل په دې تجويز د امريكې او پاكستان ترمېنځه هېڅ خبرې اترې نه دي شوې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياندې ووئيل امریکا نه ګڼي چې په افغانستان كښې د اوږدې مودې امن صرف د پوځي كاروائے د لارې ممكن دے۔ مونږ ګڼو چې آخر به د دې سياسي حل وي كوم چې به د سفارتكارۍ دلارې ترلاسه كولو له هڅې كولې شي