د هند په ګاونډيانو هېوادونو كښې رياستي ترهه ګري او د ترهه ګرو مالي مرسته د سيمې امن لپاره خطر دے

اسلام آباد 03 اګست (اے پی پی)پاكستان د هند بې بنسټھ تورونه رد كولو سره وئېلي دي د هند په ګاونډيانو هېوادونو كښې رياستي ترهه ګري او د ترهه ګرو مالي مرسته د سيمې امن لپاره خطر دے ٬پاكستان په خپله د هند رياستي ترههګرۍ ښكار دے ٬د كشمير مسئله د پاكستان او هند ترمينځه بنيادي شخړه ده٬د هند د ناوړه رويې په سبب د پاك هند اړيكې د سخت دور څخه تېرېږي٬نوي ډيلي سره ګتورې خبرې غواړو٬افغانستان كښې د حكومتي عملدارۍ قلارتيا په سبب داعش قوي كېږي۔د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا د هند خارجه وزير سشما سوراج د اړخه په پاكستان د ترهه ګرۍ تورونه خپل غبرګون كښې رد كړي۔ده ووئيل هند پاكستان او ګاونډيانو هېوادونو كښې د ترهه ګرۍ كولو او د ترهه ګرو مالي مرستې په جرمونو د پردې اچولو ناكامه هڅې كوي٬هند پاكستان كښې په ترهه ګرۍ او تخريبي كاروائيو كښې ككړ دے۔وياند ووئيل پاكستان په خپله د هند رياستي ترهه ګرۍ ښكار دے۔وياند ووئيل د كشمير مسئله د پاكستان او هند ترمينځه بنيادي شخړه ده۔ده ووئيل تورونه لګول د كومې مسئلې حل نه دے٬پاكستان د كشمير پشمول په ټولو چارو هند سره خبرې اترو له چمتو دے۔ده ووئيل د هند جارحانه عزائم د ګاونډيانو پشمول ټولې سيمې له خطر دي۔د هند د ناوړه رويې په وجه د پاك هند اړيكې د سخت دور څخه تېرېږي۔وياند ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات ځپلې هېواد دے۔پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ګڼې قربانۍ وركړې او دغسې هېواد مالي زيان سره هم مخ شوې٬افغانستان په اړه وياند ووئيل پاكستان افغانستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي٬افغانستان سره اړيكې د پاكستان په ګټه دي خو په افغانستان كښې د عدم استحكام په سوب داعش قوي كېږي او هلته د داعش موجودګي د پاكستان لپاره خطر دے۔ده ووئيل د سيمې ټول هېوادونه افغانستان كښې د داعش په موجودګۍ تشويش لري۔ده ووئيل د داعش پشمول د ټولو ترهه ګرو تنظيمونو مخ نيوي له نزدې مرستې ته اړتيا ده٬ترهه ګري چې هر ځاې وي د غندنې وړ ده٬ وياند ووئېل پاكستان افغانستان كښې امن او استحكام غواړي۔د ترهه ګرۍ او قاچاق مخ نيوي لپاره د پاكستان او افغانستان ترمينځه د پولې منيجمنټ ته اړتيا ده۔ده ووئيل هند نه يوازې په اسلام آباد كښې كېدونكې سارك مشرانو غونډې ته زيان رسولې بلكې تنظيم ته هم دې سره زيان رسېدلې۔د كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د هند رياستي ترهه ګري مخ په وړاندې روانه ده٬د كشمير مسئله د دواړو هېوادونو ترمينځه بنيادي شخړه ده۔پاكستان د هند سره د كشمير پشمول ټولو مسئلو حل له خبرو اترو له چمتو دے ٬جمو كشمير نړيواله منلې شوې شخړه ده٬په سندطاس لوظ نامه د پاك هند سېكترانو په كچه د خبرو اترو وړومبنې پړاؤ د نړيوال بانك په هېډكوارټر كښې تر سره شوے ؤ دغسې راروان پړاؤ به واشنګټن كښې كېږي۔وياند د امريكې خاص استازي ايلس ويلز د پاكستان دورې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د امريكائي پلاوي د پاكستان دوره مثبت وه چې پكښې د كشمير پشمول په ټولو چارو خبرې اترې شوي دي٬په نوي ډيلي كښې د پاكستان پخواني هائي كمشنر عبدالباسط موده پوره كېدو په اړه وياند ووئيل د هغه د وخت نه وړاندې رېټائرمنټ انتظامي معامله ده دغسې عبدالباسط په ذاتي وجوهاتو د وخت څخه وړاندې رېټائرمنټ اخستې۔ده ووئيل د هغه په ځاې به په تركيه كښې تعينات سهيل محمود په هند كښې د هائي كمشنر په حېث خذمات ترسره كوي۔