د مذهبی چارو وزارت د جدې په هوائي ميدان پاکستانی حج کونكو له د اسانيو وركولو لپاره كوټلې انتظامات کړې

اسلام آباد 13 اګست (اے پی پی) د مذهبی چارو وزارت د جدې په هوائي ميدان پاکستانی حج کونكو له د اسانيو وركولو لپاره كوټلې انتظامات کړې۔ د جدې حج ټرمینل انچارج انعام الحق راډيو پاکستان سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د پاكستان حکومت او سعودی عرب ترمينځه ترسره شوي اصولو اوضوابط له مخې يو فاسټ ټريك نظام وضع کړې شو چې ترمخه ئې د حج کونكو دستاویزاتو ضروری تصدیق نه پس په 45 دقيقو كښې مکې ته لېږلې شي۔ ده ووئيل سږ كال حج کونكو له وی آئی پی بسونه وركړې شوي۔ دې نه ځانله په هوائي ميدان میډیکل مشن هم جوړ كړې شوي چرته چې ډاکټران او نوره طبی عمله موجود ده كوم به چې د ضرورت پھ وختحج كونكو له طبي اسانۍ وركوي۔ ده ووئيل تر اوسه د پاکستان څخه 44 زره 537 حج كونكي جدې ته رسيدلې دي۔