د لوي اختر په مهال بانكونو ته په اے ټي اېم مشينونو كښې د كرنسې د زيات سټاك كېښودو هدايت

اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د پاكستان دولتي بانك ټولو شېډول بانكونو ته هدايت كړے چې هغوي دې د لوي اختر په مهال د خپلو خپلو بانكونو په اے ټي اېم مشينونو كښې د كرنسې زيات سټاك وساتي چې دغسې خلق د لوي اختر په مهال كومو ستونزو سره مخ نه شي۔ بانكونو ته هدايت شوے چې هغوي دې وخت په وخت د خپلو اے ټي اېم مشينونو كار هم وګوري۔