د داخلي او خارجي امنيتي صورتحال جاج واخستلې شو٬ په لائن آف كنټرول د تازه صورتحال په اړه بريفنګ وركړې شو

COAS presiding Corps Commander Conference held at Rwp today

پېنډۍ 07 اګست (اے پی پی) د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي چې قامي ادارو سره په ګډه به ترهه ګرو له ماتې وركولې شي۔ د آئين او قانون سرلوړي به په هر صورت په ځاي ساتلې شي۔ ده د ګل په ورځ د 203م كور كمانډرانو كنفرنس ته خطاب كولو۔ د آئي اېس پي آر له مخې د كور كمانډرانو كنفرنس د سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه په مشرۍ كښې په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې وشو۔ په غونډه كښې د داخلي او خارجي امنيتي صورتحال جاج واخستلې شو۔ په غونډې كښې د سيمه ايز امنيت په خاص توګه د افغانستان د صورتحال جاج واخستل شو او د سيمه ايز امن او سلامتيا له د خپل كردار روان ساتلو عزم وكړے شو۔ سرلښكر ووئيل مونږ پھ دې اړه په شريك باور اډانه مرسته غواړو كومه چې د سيمه ايز امن پالېسۍ نتيجې ترلاسه كولې شي۔ د كور كمانډرانو په كنفرنس كښې په لائن آف كنټرول د تازه صورتحال په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔ غونډې د ردالفساد عملياتو د لارې ترلاسه شوي مثبت نتيجې وستائېلې۔ سرلښكر عمليات خېبر فور كښې د كم نه كم ځاني زيان سره د اعلٰی پېشه وره معيار په سبب كاميابي ترلاسه كول وستائېل۔ د قامي سلامتيا او دفاع په اړه د پاك پوځ په عزم د بشپړه باور څرګندونې سره سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل ترهه ګرو له ماتې وركولو لپاره به هڅې روانې ساتلې شي۔ قامي ادارو سره په ګډه به ترهه ګرو له ماتې وركولې شي او د آئين او قانون سرلوړي به په هر صورت په ځاي ساتلې شي