اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر سناتور اسحاق ډار سره پاکستان كښې د افغانستان سفیر عمر زاخیل وال ليدلې دي ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د افغانستان سفیر عمر زاخیل وال د پاك افغان شريك اقتصادی کمېشن غونډه زر تر زره رابللو تجويز وركړو۔ د خزانې وزیر اسحاق ډار ووئيل د پاك افغان شريك اقتصادی کمېشن غونډې رابللو نيټه به په مشاورت ټاكلې شي۔