د ترهه ګرۍ او تخريب كارۍ چې څومره لويې قيمت پاكستان ادا كړې كوم بل هېواد نه٬د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان عزم د كوم بل هېواد په سوب نه بلكې د خپل ځان او د راتلونكو نسلونو لپاره دې٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ مقصد پاكستان په معاشي توګه ايشين ټائيګر جوړول دي٬د سوشل مېډيا په سوب د هېواد دښمن عناصر خپل خيالات خپرولو له د مدرسو كوچنيانو په ځاې د كالجونو او پوهنتونونو زده كونكو ذهن بدلولو له هڅې كوي٬د زلمو انتهاخوښۍ څخه بچ كولو له به اېچ اي سي سره په ګډه لائحه جورولې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د ترهه ګرۍ او تخريب كارۍ چې څومره لويې قيمت پاكستان ادا كړې كوم بل هېواد نه٬د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان عزم د كوم بل هېواد په سوب نه بلكې د خپل ځان او د راتلونكو نسلونو لپاره دې٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ مقصد پاكستان په معاشي توګه ايشين ټائيګر جوړول دي٬د سوشل مېډيا په سوب د هېواد دښمن عناصر خپل خيالات خپرولو له د مدرسو كوچنيانو په ځاې د كالجونو او پوهنتونونو زده كونكو ذهن بدلولو له هڅې كوي۔د دې مخ نيوي له به تګلار وضعه كولې شي٬د زلمو انتهاخوښۍ څخه بچ كولو له به اېچ اي سي سره په ګډه لائحه جورولې شي۔ده د نهې په ورځ داخله وزارت كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔د امريكائي اولس مشر ټرمپ د نوي افغان او سوئېلي آسيا پالېسۍ كښې د پاكستان په اړه د تورونو په حقله د پوښتنې په ځواب داخله وزير ووئيل په دې اړه به دريځ هم خارجه وزارت جاري كوي ولې زما په خيال د ترهه ګرۍ او تخريب كارۍ چې څومره لويې قيمت پاكستان ادا كړې كوم بل هېواد نه۔ده ووئيل په خارجه محاذ پاكستان دښمنه لابيز زمونږ اقتصادي كاميابو ته زيان رسولو له دا كوي٬مونږ له په داخلي توګه استحكام ته اړتيا ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مسئله د ښه يا بد طالبان او نه د كوم بد سياسي يا مذهبي تنظيم ده٬زمونږ پلان ښكاره دې كوم چې د پاكستان آئين او په پرامن جمهوريت مشتمل دې۔زمونږ جنګ هر هغه څيز سره دې كوم چې د آئين په ضد دې۔ده ووئيل نېشنل ايكشن پلان عملدرآمد باوري كولو له به نن د شورو په ورځ داخله وزارت كښې د څلورو واړو اعلٰی وزيرانو سره غونډه كولې شي۔ده ووئيل د امن ذمه واري د صوبو او د دفاع بعض ادارو ده او د داخله وزارت كردار د رابطې دې۔د اسلام آباد پوليس د ترهه ګرۍ مخ نيوي فورس يونټ په اړه ده ووئيل دا به ډېر زر فعال كړی شي او تر راروان كال به بشپړ كړې شي۔په دې مهال د اسلام آباد ټرافېك پوليس ته هدايت وكړې شو چې هغه يوه مياشت كښې دننه مهم وچلوي چې ترمخه په اوور سپيډنګ او غېر قانوني نمبر پليټونو قابو وموندلې شي٬ د هېلمټ پابندې دې د موټر سائيكلوالو لپاره باوري كړی شي۔د سول ډيفنس څانګه كومه چې پرېښودلې شوي دا دې بيا بحال كړې شي۔ده ووئيل د روغتيا او زده كړو په توګه به اسلام آباد ماډل ښار جوړولې شي۔ده ووئيل نېشنل سيفټي كمېشن به فعال كولې شي٬د نېشنل پوليس اكېډمۍ بورډ غونډه د 2006 څخه وروستو نه ده شوې٬په 15 ورځو كښې دې دا غونډه راوبللې شي۔ده ووئيل داخله سېكتر لږه موده كښې رېټائرډ كېدونكې دې د نوې داخله سېكتر راتلو څخه وروستو به د داخله وزارت د ادارو كاركردګۍ په اړه لا كار كولې شي