د افغانستان او سوئيلي اسيا پحقله د امريكې نوې لائحه عمل سره به په افغانستان كښې امن او استحكام رانه شي۔ د افغانستان پخوانې اولس مشر حامد کرزئ

اسلام آباد 28 اګست (اے پي پی) د افغانستان اولس مشر حامد كرزي د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ په اوسني پاليسي بيان د سخت غبرګون څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د افغانستان او سوئيلي اسيا پحقله د امريكې نوې لائحه عمل سره به په افغانستان كښې امن او استحكام رانه شي بلكې وسله وال بريدونه او په جنګ كښې به تندوالې راشي٬ دغسې روسيې وئيلي دي چې په افغانستان كښې امريكا سختې ناكامۍ سره مخ شوې۔ د روسيې ورځپاڼې “ازوېستيا” له مخې د افغانستان پخواني اولس مشر حامد کرزي د ټرمپ سوئيلي آسيا او افغانستان پحقله په نوې ستراتېژې سخت تنقيد كولو سره وئيلي دي چې د افغانستان او سوئيلي اسيا پحقله د امريكې نوې لائحه عمل سره به په افغانستان كښې امن او استحكام رانه شي۔ حامد كرزي وئيلي دي چې په افغاستان د بدنامه زمانه بلېك واټر پشمول نجي ملټري كارپوېشن كارولو منصوبه لري كومه چې د افغانستان د خپلواكۍ او آئين سنګينه خلاف ورزي ده۔ پخواني اولس مشر ورځپاڼې ته ووئيل زه نوې امريكائي حكمت عملي په سختۍ سره در كوم ځكه چې دا د هېواد د مفاداتو په ضد ده۔ ۔ د ورځپاڼې په بل راپور كښې افغانستان لپاره د روسيې د اولس مشر خاص استازي ضمیر کابلوف په افغانستان كښې د امريكې كمپائن ناكامه ګرځولې او وئيلي ئې دي چې امريكې لپاره د افغاستان څخه خپل ځواكونه بېرته رابلل پكار دي۔ ده ووئيل روسيې كله هم افغانستان څخه د امريكائي پوځ په انخلا زور نه دې راوړې خو ولې څنګه چې واضحه شوې ده چې امريكا هېڅ نه شي كولې بايد ھغه د افغانستان نه ووځي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې د امريكې كمپان ډېر زيات ناكامه شوې دے