بدعنواني يو لعنت دے٬د كومې مخ نيوي ته چې اړتيا ده

اسلام آباد 02 اګست (اے پی پی) د قامي احتساب بيورو چيئرمېن قمرزمان چوهدري وئېلي دي چې بدعنواني يو لعنت دے٬ د كومې مخ نيوي ته چې اړتيا ده٬ د نېب افسران دې د بدعنوانۍ مخ نيوي له خپلې هڅې تندې كړي٬ نېب د زيرو ټالرنس په پالېسۍ عمل كولو سره ټول هېواد څخه د بدعنوانۍ ختمولو له لوظي دے۔ د نېب د اړخه جاري شوي بيان له مخې چيئرمېن قمرزمان چوهدري وئېلي دي چې نېب په پاكستان كښې د بدعنوانۍ مخ نيوي يو اعلٰی اداره ده كومه چې په هېواد كښې د بدعنوانۍ مخ نيوي له په قانون عملدرآمد كولو سره سره د خبرتيا او مخ نيوي پالېسي خپله كړې او بدعنوان عناصر نيولو سره يې د هغوي څخه روپۍ برآمد كولو سره قامي خزانه كښې جمع كړې دي۔ نېب ته د 2015 په مقابله كښې په 2016 كښې يو په دوه زياتې ګيلې ترلاسه شوې دي كومې چې په نېب د اولس د باور څرګندونه ده۔ د پېلډاټ اوسني راپور له مخې 42 فيصده وګړي په نېب 30 فيصده په پوليسو او 29 فيصده پھ سركاري ملازمانو باور كوي۔ قمرزمان چوهدري ووئيل قامي احتساب بيورو د هېواد څخه د بدعنوانۍ ختمولو د هڅو اعتراف پېلډاټ او ټرانسپېرنسي انټرنېشنل كړے