امريكا دې په پاكستان د لګول شويو تورونو ثبوت وركړي٬ كه د امريكې خارجه سېكتر راشي نو د هغه ملاقات دې خارجه سېكتر سره وكړې شي٬ د امريكائي اولس مشر په بيان دې د ايوان د بند كمرې غونډه راوبلل شي۔ د مسلم ليګ﴿ن﴾ لارښود چوهدري نثار علي خان په قومي اسمبلۍ كښې څرګندونې

اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود او د كورنيو چارو پخواني وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې د امريكې اولس مشر په پاكستان د ترهګرو د پټنځايونو او د اربونو ډالرو وركولو خبره كړې ده٬ دا مونږ لپاره ښه موقع ده ځكه چې ټول قوم٬ پارلمان او ادارې په دې معامله يو موټې دي٬ مونږ چا سره جنګ كول نه غواړو خو مونږ ته د چا نه د يرېدو يا چا ته د سر ټيټولو ضرورت نشته٬ مونږ ته به په ګډه خپله بيانيه درست كول وي٬ سپيكر دې د امريكائي كانګرېس مشر ته خط وليكي او په دې كښې دې تجويز وركړې شي چې د پاكستان او امريكې شريكه كميټي دې جوړه كړې شي او هغې ته ووئيل شي چې په افغانستان كښې پټنځايونه په ګوته كوو او په پاكستان د لګول شويو تورونو دې ثبوت وركړې شي٬ مونږ به خپل دريځ واضح كړو٬ تر اوسه د امريكې د كوليشن سپورټ فنډ له مخې د ترلاسه شوي رقم دې حساب ولګولې شي او ورسره خبره دې وكړې شي چې بايد د دې نړيوال آډټ وشي٬ مونږ د امريكې پشمول د نړۍ كوم هم قوم سره جګړه نه غواړو٬ ټولو قومونو سره مرسته غواړو خوا دا مرسته٬ يو اړخيزه٬ زمونږ د دښمنانو په اېجنډا او زمونږ د عزت نفس په ضد نه٬ بايد دوه اړخيزه وي۔ د اختر نه پس كه د امريكې خارجه سېكتر د پاكستان په دوره راځي نو هغه سره دې يوازې د خارجه وزارت د سېكتر په كچه خبرې وكړې شي۔ د شورو په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پاكستان په اړه د امريكائي اولس مشر بيان او د افغانستان په اړه د امريكې په پالېسې بحث كښې برخه اخستلو سره چوهدري نثار علي خان ووئيل چې په دې معامله د شريكې غونډې رابللو تجويز سره اتفاق كوم۔ بايد دا غونډه ډېره مخكښې رابلل شوې وې٬ د قومي اسمبلۍ غونډه يوازې د غلطو په ګوته كولو لپاره نه وي بلكې لارښونې او يووالي لپاره وي۔ ده ووئيل چې امريكا دې په پاكستان د لګول شويو تورونو ثبوت وركړي٬ كه د امريكې خارجه سېكتر راشي نو د هغه ملاقات دې خارجه سېكتر سره وكړې شي٬ د امريكائي اولس مشر په بيان دې د ايوان د بند كمرې غونډه راوبلل شي