آسټرېليا – د مېلبورن په جومات د ترهګرۍ بريد په لړ كښې په 3 كسانو فرد جرم عائد كړے شو

کېنبرا۔ 20 اګست (اے پی پی)آسټريليا كښې تېر كال د مېلبورن په يو جومات د ترهګرۍ بريد په لړ كښې د درې كسانو په ضد فرد جرم لګولې شوې۔ د ابلاغ ذريعو ترمخه دا بريد د شرخوښي تنيظم داعش نه متاثر كېدو سره ترسره كړې شوې۔ پوليس ووئيل په درې كښې دوه كسان وړاندې نه په دې معامله كښې بنديوان دي۔ او په دواړو به مېلبورن كښې د بمي بريد سازش كولو په تور كښې مقدمه چلولې شي۔