کابل كښې موټري بمي چاؤدنه كښې د مړو شميره 35 ته ورسيده

کابل 24 جولائی (اے پی پی) افغانستان پايه تحت کابل كښې د ګل په سهار شوي موټري بمي چاؤدنه كښې د مړو شميره 35 ته رسيدلې دغسې په دې چاؤدنه كښې 35 كسان ژوبل شوي۔ نړيوالې ميډيا له مخې د افغانستان د كورنيو چارو وزرات وياند نجیب دانش په دې اړه وئيلي چې چاؤدنه د اعلیٰ سرکاری چارواكي محمد محقق د كور په خوا كښې شوي۔ د افغانستان امنيتي ذريعو پھ دې چاؤدنه كښې د مړو كسانو شميره كښې د زياتوالې اندېښنه څرګنده كړي ځكه چې د ځينې ژوبل شويو كسانو حالت اندېښمن دې۔ د چاؤدنې په نتيجه كښې 15 موټرو او 15 دوکانونو ته هم زيان رسيدلې ٬ دې سره سره د سيمې ځينو ودانو ته هم زيان رسيدلې ، چې پكښې د پوهنتون ودانۍ هم شاملے دي۔ طالبانو د دې بريد ذمه واري قبلولو اعلان کړې۔ سږ كال پايه تحت كابل كښې دا 10م بريد دے۔