ډېره غازي خان كښې شريك عمليات٬د ترهه ګرو دوه سهولت كارې ډلې ونيولې شوې

پینډۍ 14 جولائي (اے پي پي)عمليات ردالفساد له مخې ګرد هېواد كښې د امنيتي ځواكونو كامياب عمليات روان دي۔د آئي اېس پي آر له مخې ډېره غازي خان كښې د پوليس٬رينجرز او استخبارتي ادارو پټ اطلاعاتو پھ بنياد شريك عمليات وكړل۔په كاروائيو كښې ترهه ګرو دوه سهولت كار ډلې چې په كومو غړو كښې مېرمنې هم شاملې د نيولې شوي دي۔د عملياتو په مهال په لويه شمېره كښې غېر قانوني خودكار وسله٬چاودېدونكي توكي او قانون نافذ كونكي ادارو يونيفارم ترلاسه شوې٬ د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې كارولو لپاره د پنجاب او سندھ لويو ښارونو ته وړل وو