پېښور٬ د اېف سي په ګاډې د موټرسائيكل د لارې ځانمرګي بريد ، مېجر جمال شېران شهید، 4 اهلكار ژوبل۔ آئي اېس پي آر

پېنډۍ 17 جولائي (اے پي پي) د پېښور په حيات آباد سيمه كښې د ګل په ورځ سهار د معمول ګزمه كوٶنكې د اېف سي په ګاډي د موټر سائيكل د لارې د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې مېجر جمال شېران شهيد او 4 اېف سي اهلكار ژوبل شوي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخې حيات آباد كښې د معمول په ګزمه كوٶنكي د ايف سي په ګاډې د موټر سائيكل د لارې ځانمرګي بريد شوې چې په ترڅ كښې ئې مېجر جمال شېران شهيد او 4 اهلكار ژوبل شوي