په يمن كښې د هيضې په وبا كښې تر اوسه يو زر 889 كسان مړه شوي دي۔ راپور

صنعا 29 جولائي (اے پی پی﴾ په يمن كښې د هيضې په وبا كښې تر اوسه يو زر 889 كسان مړه شوي دي۔ د روغتيا نړيوالې ادارې لخوا په جاري شوي راپور كښې وئيلي شوي دي چې دا ناروغي د هېواد په 22 كښې په 21 ضلعو كښې ډېره خپره شوې۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې اوسمهال هم داسې 678 كسان په ګوته شوي دي كوم چې دې ناروغې سره مخ دي۔ د يادونې وړ ده چې په يمن كښې د بحران له امله زيات خلق بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي۔