په ميانمر كښې د سوائن فلو په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 30 ځپلې شوي

ينګون 28 جولائي (اے پي پي) په ميانمر كښې د سوائن فلو په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 30 ځپلې شوي دي ۔د ميانمر ځايې مېډيا له مخې د روغتيا چارواكو خبر وركړی چې د هېواد په لويې ينګون ښار كښې د سوائن فلو وائرس په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 30 ځپلې شوي دي ۔پھ مړو شويو كسانو كښې دوه ماشومانې او يوه مېرمن هم شامله ده۔د چارواكو له مخې ځپلې شوي كسان سركاري روغتونونو ته وړل شوي۔د راپور له مخې د روانې مياشتې پھ پېل كښې هم د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د سوائن فلو له امله 13 كسان مړه شوي دي