په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو په پلوامه سيمه كښې دوه كشميري ځوانان شهيدان كړل

سرينګر 30 جولائي (اے پی پی﴾ په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د رياستي ترهګرې په تازه عملياتو كښې د اتوار په ورځ پلوامه سيمه كښې دوه كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو د عرفان احمد شېخ او د عابد ماګرې په نوم ځوانان د محاصرې او د لټون عملياتو په مهال شهيدان كړي دي۔ له بلې خوا د دې ځوانانو په شهادت د سيمې خلقو مظاهرې پېل كړې او د هند په ضد ئې سختې نعرې ووهلې٬ هندي ځواكونو په مظاهرچيانو هم ډزې وكړې او د دوي په ضد ئې پېلټ استعمال كړل۔ په پلوامه كښې د موبائيل انټرنېټ سروس هم معطل كړے شوے دے۔