په كولمبيا كښې د سرو زرو په غېر قانوني كان كښې په چاودنه كښې 6 كسان مړه شوي دي

بګوټا 30 جولائي (اے پی پی﴾ په كولمبيا كښې د سرو زرو په غېر قانوني كان كښې په چاودنه كښې 6 كسان مړه او يو ژبل شوے دے۔ د غېر ملكي مېډيا له مخې د اتوار په ورځ په كولمبيا كښې د سرو زرو په يو غېر قانوني كان كښې چاودنه شوې او په نتيجه كښې ئې 6 كسان مړه او يو ژوبل شوے۔ د خبر له مخې دا پېښه په اېنټيكوا ولايت كښې رامېنځ ته شوې٬ ژوبل شوې تن روغتون ته رسول شوے۔ د حكومت له مخې سږ كال د كانونو په پېښو كښې تراوسه 28 كسان مړه او 33 ژوبل شوي دي۔