په ستره محكمه كښې د پانامه كېس اورېدنه نن كېږي

اسلام آباد ۔ 16 جولائی (اے پی پی) ستره محكمه كښې د پانامه كېس اورېدنه (نن) د ګل په ورځ كېږي۔ د سپريم كورټ لخوا د جاري كړې شوي لسټ ترمخه د جسټس اعجاز افضل خان په مشرۍ كښې به 3 كسيزه بنچ په پانامه كېس د جے آئي ټي راپور او وړاندې څخه د عمران خان ٬ شېخ رشيد او د سراج الحق لخوا د دائر كړې شويو خواستونو اورېدنه كوي۔ بنچ كښې د جسټس اعجاز افضل خان سره سره جسټس عظمت سعید او جسټس اعجاز الاحسان شامل دے۔