په تركيه كښې د ناكام بغاوت نه پس تر اوسه 50 زره كسان نيول شوي دي۔ د انصاف وزارت

انقره 14 جولائي (اے پي پي) د تركيې د انصاف وزارت وئيلي دي چې د ترهګرې فيتو ډلې لخوا په تركيه كښې د ناكام بغاوت نه پس تر اوسه 50 زره كسان نيول شوي دي۔ وزارت وئيلي دي چې په بغاوت كښې د ككړ كېدو په شك كښې 169 جنرالان٬ 7098 كرنلان او د كمې درجې عكسر٬ 8815 پوليس اهلكارِ٬ 24 واليان٬ 73 دوهم واليان٬ 116 ولسوالان٬ او د 31784 شكمنو كسانو پشمول 50 زره 510 كسان نيول شوي دي۔ په دې كښې د ډېرو كسانو په ضد عدالتي پرېكړې راغلې دي٬ 43 زره كسان خوشې كړې شوي دي