په تركيه كښې د بېلتون غوښتونكې ترهګرې ډلې 9 ترهګر وژل شوي

انقره 30 جولائي (اے پی پی﴾ په تركيه كښې د بېلتون غوښتونكې ترهګرې ډلې 9 ترهګر وژل شوي دي۔ د تركيې د خبري اژانس له مخې د سيمې د والي د دفتر لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې شرناك ولسوالې د بيت الشباب په سيمه كښې د پي كے كے 9 ترهګر وژل شوي دي۔ په دې سيمه كښې د جولائي په 21مه نېټه عمليات پېل كړې شوي وو او په سيمه كښې لا هم عمليات روان دي۔