په بارسلونا كښې د ټرېن په پېښه كښې 56 كسان ژوبل شوي

بارسلونا 29 جولائي (اے پی پی) د هسپانيه په بارسلونا ښار كښې د ټرېن په پېښه كښې 56 كسان ژوبل شوي دي۔ د ځائي مېډيا له مخې دا پېښه تېره ورځ رامېنځ ته شوې٬ په پېښه كښې ژوبل شوي 56 كسان بېلا بېلو روغتونونو ته رسول شوي دي۔ د ټرېن سركاري كمپنې د پېښې پلټنې پېل كړې دي۔