په افغانستان كښې د شپږو مياشتو په مهال 10 ځائي خبريال وژل شوي دي

كابل 26 جولائي (اے پي پي) په افغانستان كښې د شپږو مياشتو په مهال 10 ځائي خبريال وژل شوي دي۔ د امريكائي مېډيا له مخې د افغان خبريالانو د تحفظ كمېټې ﴿ اے جے اېس سي﴾ په كابل كښې په جاري كړي يو راپور كښې وئيلي دي چې د كال 2017م د وړومبو مياشتو په مهال د تشدد په مهال 12 خبريالان ژوبل شوي هم دي۔ د دې ډلې مشر نجيب شريفي خبريالانو ته ووئيل چې په خبريالانو د تشدد 73 پېښې رامېنځ ته شوې دي كومې چې د كال 2016م په مهال 35 فيصده زياتې شوې دي