په اسلاميه كالج پوهنتون كښې د قبائيلي سيمو 620 زده كوونكو ته لېپ ټاپونه وركړے شول

پېښور 29 جولائي (اے پی پی﴾ په اسلاميه كالج پوهنتون كښې د لېپ ټاپ سكيم له مخې د خېبر اېجنسې 620 زده كوونكو ته لېپ ټاپونه وركړے شول۔ په دې زده كوونكو كښې 100 جينكې زده كوونكې هم شاملې وې۔ د زده كوونكو تعلق د جمرود ګورنمټ ډګري كالج٬ كوهي شېر حېدر ډګري كالج باړه او د لنډي كوتل ډګري كالج سره و۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر په هدايت د لېپ ټاپ وركولو دستوره په اسلاميه كالج كښې وشوه۔