اسلام آباد 18 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان مينځني ختيز كښې په اوسني بحران تشویش لري ، د پاکستان حکومت او اولس د اسلامی هېوادونو ترمينځه د مسئلې سفارتی حل غواړي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د قطر خارجه وزير شیخ محمد بن عبدالرحمن الثانی سره د پاکستان مختصر دورې په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ د ملاقات په مهال شیخ محمد بن عبدالرحمن وزیراعظم د سعودی عرب، یو اے ای، بحرین او مصر په غوښتنو د قطر ځواب او د كويت امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح الثانی د هڅو د موجودہ صورتحال په اړه خبر كړو۔ وزیراعظم د کویت امیر پوه او بصیرت ستائلو سره ووئيل پاکستان خلیج سيمه كښې د اوسني بحران حل لټولو له د هغه د هڅو ملاتړ كوي۔ وزیراعظم د پاکستان او قطر ترمينځه د اړيكو ذکر کولو سره په دې خبره زور راوړو چې پاکستان د ټولو خلیجی هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكې لري او په مينځني ختيز كښې په اوسني بحران فکر مند دے۔ د قطر خارجه وزير په تود هركلي كولو د وزیراعظم مننه كولو سره د دواړه هېوادونو ترمينځه د اړيكو لا زياتولو لپاره د قطر د خواهش پخلې وكړو