پاکستان كښې به د كاروبار او سرمايه كارۍ كوٶنكو چينائي كمپنو ډاډګيرنه كوٶ۔ د چين د خارجه وزارت وياند

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) چین وئيلي دې پاکستان كښې به د كاروبار او سرمايه كارۍ كوٶنكو چينائي كمپنو ډاډګيرنه كوٶ۔ دا خبره د چين خارجه وزارت وياند د شورو په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال خپلو خبرو كښې كړې۔ وياند د مالي كال 17-2016 په مهال پاكستان كښې د چين لخوا د 1.86 اربه ډالرو نيغ په نيغه د سرمايه كارۍ پحقله د پاكستان د مركزي بانك لخوا د جاري شوو شمېرو په اړه د پوښتنې ځواب كښې ووئيل چين د پاكستان او چين سدا بهار ستراتېژكې پارټنر شپ ته ډېر اهميت وركوي او مونږ پاكستان سره په تجارت او مرستې آډانه پارټنر شپ لپاره عزم لرو۔ وياند ووئيل په اوسنو كلونو كې پاكستان كښې د چين نيغ په نېغه سرمايه كاري ګړندې شوې او د دواړو ملګرو هېوادونو ترمېنځه مهم كردار ترسره كوي۔ وياند په سي پېك منصوبه كښې په پېشرفت او پاكستان كښې په سرمايه كارۍ د باور څرګندونه كولو سره ووئيل چين په سباٶن كښې پاكستان كښې د لا سرمايه كارۍ اراده لري