پاکستان د ترهه ګرۍ په د جنګ كښې لوئ قربانۍ وركړي

اسلام آباد 22 جولائی (اے پی پی) امریکا كښې د پاکستان سفیر اعزاز چوهدری وئيلي دي پاکستان د ترهه ګرۍ په د جنګ كښې لوئ قربانۍ وركړي۔ ده دا خبره د امریکې د اړخه د کولېشن سپورټ فنډ په لړ كښې د 50 ملیونه ډارله مرستې بندولو په اړه د غیرملکی خبررسنې ایجنسۍ راپور په تناظركښې ’’اے پی پی‘‘ سره په څپلو خبرو كښې وكړه۔ اعزاز چوهدری ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان قربانۍ د چا څخه پټې پناه نه دي، دا يو حقیقت دے چې د ترهه ګرۍ په ضد د ښه اقدامات په نتيجه كښې د ترهه ګرۍ بريدونه كم شوي۔ ده ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وړومبي صف هېوادونو كښې شامل دې او په دې لړ كښې پاکستان ښه کامیابۍ ترلاسه كړي۔ ده په دې لړ كښې د عمليات ردالفساد او اوس پيل كړې شوي عمليات خېبر فور حواله وركولو سره ووئيل د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د پاکستان اقدامات ښكاره دي، د کولېشن سپورټ فنډ بندولو په معامله په خپلو خبرو كښې اعزازچوهدری ووئيل دا فنډ هغه خرڅونه دي كوم چې پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې زغملي،دا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د شريك هدف ترلاسه كولو خرڅونه دي مرسته نه ده۔