پاکستان او انډونیشیا سیاسی، اقتصادی، دفاعی او د امنيت په شمول په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې مستحكم كولو له كوټلي ګامونه پورته كولو ته سلا شول

اسلام آباد ۔ 15جولائی (اے پی پی) پاکستان او انډونیشیا سیاسی، اقتصادی، دفاعی او د امنيت په شمول په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې مستحكم كولو له كوټلي ګامونه پورته كولو ته سلا شوي دي۔ دا سلا په جكارته كښې د دواړو هېوادونو د خارجه چارو وزارت ترمينځھ د اولني دوه اړخيزه مشاورتي فورم په مهال راغله۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند ترمخه اېډیشنل سېکتر (ایشیاء پېسفک)سید ذوالفقار ګردیزی د پاكستان پلاوي او د آسيا پېسفك او افريقائي چارو ډي جي ډېسرا پركايا د خپل هېواد پلاوي مشري كوله۔ د وياند ترمخه اېډیشنل سېکتر غونډې څخه وروستو د انډونيشيا د خارجه چارو دوهم وزير اے اېم فاشر او دوهم سېكتر هيرو بالان سره هم ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د پاكستان آسيان رابطو ته وده وركولو له په اړوند چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ فورم د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واخست او سیاسی، اقتصادی، دفاعی او د امنيت په شمول په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې مستحكم كولو له كوټلي ګامونه پورته كولو ته سلا شول۔ غونډه كښې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د اعلی كچه تګ راتګ په زياتوالي ٬ د وېزو په معامله كښې په نرمۍ او د اولس ترمينځھ د رابطو زياتولو سره په اړوند چارو خبرې وشوې۔ دواړه اړخونه په دې سلا شول چې د دواړو هېوادونو ترمينځھ ترجیحی تجارتی لوظنامه تجارتي اړيكې تند كولو له مهمه موقع رامخې ته كوي۔ دواړو هېوادونو د خپل دې لوظ پخلې وكړو چې د مشاورت فورم ٬ شريك كمېسيون ٬ د ترهه ګرۍ مخنيوي سره د اړوند جوائنټ وركنګ ګروپ او د پالېسي پلاننګ ډائيلاګ د لارې به دوه اړخيزه اړيكې مستحكم كولو له هڅې روانې ساتلې شي۔ دواړو اړخونو د دوه اړخيزه اړيكو نه ځانله د سوئيلي آسيا او آسيان په شمول په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔