يوازې د عدالت د پرېكړې احترام نه بلكې عملي كړې شوې هم ده٬ د پرېكړې په لړ كښې د ﴿ن﴾ ليګ ليګل ډله مشاورت كوي۔ شېخ افتاب احمد

اسلام آباد 29 جولائي (اے پی پی﴾ د پارلماني چارو پخواني وفاقي وزير شېخ افتاب احمد وئيلي دي چې يوازې د عدالت د پرېكړې احترام نه بلكې عملي كړې شوې هم ده٬ د پرېكړې په لړ كښې د ﴿ن﴾ ليګ ليګل ډله مشاورت كوي۔ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې مونږ د پرېكړې نه يوازې احترام كړے بلكې پرېكړه عملي كړې شوې هم ده۔ ده ووئيل چې ميا محمد نواز شريف وطن سره مينه لرونكې لارښود دے او هغه د وطن په خاطر كله هم د پاكستان ادارو سره ټكر نه غواړي٬ هغه د هېواد د ټولو نه د لوي ګوند لارښود دے۔ ده ووئيل چې په راتلونكو ټاكنو كښې به مسلم ليګ ﴿ن﴾ كاميابي ترلاسه كوي۔ ده ووئيل چې په سياست كښې داسې امتحانات په هر يو ګوند راتلې شي او ميا محمد نواز شريف د داسې امتحاناتو څخه تېرېدې شي