وزیراعظم محمد نواز شریف پېښور كښې د اېف سي په ګاډې د ځانمرګي بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف د ګل په ورځ د پېښور په حيات آباد سيمه كښې د فرنټيئر كور په ګاډي د ځانمرګي بريد غندنه كړې كوم كښې چې د مېجر جمال پشمول دوه كسان شهيدان شوي او د څلور اېف سي اهلكارو پشمول 11 كسان ژوبل شوي۔ وزیراعظم چارواكو ته امر وكړو چې په دې ناوړه پېښه كښې ككړ كسان نيولو سره دې انصاف سره مخ كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل داسې عناصر د رحم حق نه لري او د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد د ټول قام غېرمتزلزل او متفقه عزم له مخې به ھغوي خپل انجام ته رسولې شي۔ ده صوبائي واكمنو ته هم امر وكړو چې ژوبل شويو ته دې هر ډول ممكنه طبي آسانۍ وركړې شي۔ وزیر عظم محمد نواز شریف د مېجر جمال شېران په قېمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره د ھغه لوړو درجو او ځپليو كورنيو لپاره د صبر دعا وكړه۔