وزیراعظم محمد نوازشریف او د مالدیپ اولس مشر عبداللہ یامین عبدالقیوم تر مېنځه د پلاويو په كچه د خيالاتو څرګندونه

APP89-25 MALE: July 25 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif and President of Maldives H.E. Abdullah Yameen Abdul Gayoom witnessing signing of MoUs at President's Office. APP

مالے 25 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف او د مالدیپ اولس مشر عبداللہ یامین عبدالقیوم د پلاويو په كچه خبرې اترې كړي دي ۔ د نهې په ورځ مالے كښې په صدارتي دفتر كښې په ترسره شوي ملاقات كښې د وزیراعظم معاونت د خارجه چارو لپاره د وزیراعظم صلاحكار سرتاج عزیز، سناتور پروېز رشید، د پاكستان ټورازم ډويلپمنټ كارپورېشن مېنجنګ ډائرېكټر ٬د اسلام آباد د صنعت او تجارت صدر او نورو چارواكو وكړو۔ د غونډې په مهال وزیراعظم ووئيل پاکستان مالدیپ سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په شريك عزت٬ احترام او د حقونو په تحفظ اډاڼه دي۔ وزیراعظم ووئيل سېلګري٬ د تجارت وده ٬ اعلٰې تعليم او د بشري وسائلو په حقله د كار استعداد زياتولو پحقله د شريكو مفاداتو په يو شمېر يادښتونو لاسليكونو سره به د دواړو هېوادونو شريكې اړيكې لا مستحكمولو له مرسته تر لاسه شي۔ وزیراعظم د اقتصادي مرستې په اهميت خاص ټينګار كولو سره ووئيل دواړو هېوادونو له دوه اړخيزه تجارت زياتولو ته اړتيا ده كوم چې دا وخت د خپل استعداد نه لږ دے ۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك كاروباري كونسل جوړېدو سره به نه يوازې تجارت وده ومومي بلكې په بېلا بېلو څانګو كښې به كېدونكي سرمايه كاري هم زياته شي۔ وزیراعظم د دفاع، صحت، تعلیم، لوبو ، ماهيانو پالنې ٬ سېلګرۍ او د كلتور په اړه د دوه اړخيزه مرستې په امكاناتو هم خاص رڼا واچوله۔ دواړه مشران دې ته سلا شول چې د سارك پلېټ فارم د سوئيلي اسياء د اولس ژوند او اقتصادي او تجارتي ماحول ښه كولو لپاره موقعې وركولې شي ۔ وزیراعظم زياته كړې چې پاكستان د سارك چارټر پحقله عزم لري او هيله لري چې سارك به د سيمه ايزې مرستې يو مثالي تنظيم ثابت شي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان په نړيوالو ماحولياتي مسئلو ژور نظر لري چې په سوب ئې د مالديپ غوندې جزيره هېوادونه خطرو سره مخ دي۔ ده ووئيل پاکستان د ماحولياتي بدلونونو په څانګو كښې مالديپ سره مرستې له چمتو دے۔ وزیراعظم د مالديپ اولس مشر سره ون ټو ون ملاقات هم وكړو۔ په دې موقع وزیراعظم په تود هركلي د مالديپ د آزادۍ ورځې په 52مه دستوره كښې ګډون لپاره په خاص بلنه د مالديپ اولس مشر مننه وكړه۔ دې څخه وړاندې مالے ته په رسېدو د مالديپ اولس مشر د وزيراعظم هركلے وكړو او ده ته ئې ګارډ آف آنر سره سره د توپو سلامي هم وركړه