وزيراعظم محمد نواز شريف چمن كښې د پوليس په ډله د ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو كښې وغندلو

اسلام آباد 10 جولائی (اے پی پی) وزيراعظم محمد نواز شريف چمن كښې د پوليس په ډله د ترهه ګرۍ د بريد سخته غندنه كړې د كومې په نتيجه كښې چې د چمن ډي پي او شهيد شوې۔ وزيراعظم پھ بريد كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره دعا وكړه چې لوے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ وزيراعظم اړوند چارواكو ته بريد كښې ژوبل شويو ته د غوره طبي آسانيو وركولو هدايت او د دوي زر روغتيا له دعا وكړه۔