مونږ پاكستان مخ په وړاندې بوتلل غواړو او عمران ئې بېرته په شا۔ هېواد څخه بې وسي او بې روزګاري ختمول زمونږ اجتماعي ذمه واري ده۔ بايد سياست د تورونو په بنياد نه ٬ د كاركردګۍ په بنياد وكړے شي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف هېواد پرمختګ پلو روان كړے او عمران خان ئې لاره كښې خنډان ودروي۔ د رېلوے وفاقي وزير

اسلام آباد ۔ 15 جولائی (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې پاكستان يو صلاحيت لرونكے هېواد دے كه مونږ په خپلو پښو ودرېږو نو هېواد به ډېر وړاندې لاړ شي۔ دا حقيقت دے چې د پاكستان د سلامتيا په ضد بهرني سازشونه شوي۔ مونږ پاكستان مخ په وړاندې بوتلل غواړو او عمران ئې بېرته په شا۔ هېواد څخه بې وسي او بې روزګاري ختمول زمونږ اجتماعي ذمه واري ده۔ بايد سياست د تورونو په بنياد نه ٬ د كاركردګۍ په بنياد وكړے شي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف هېواد پرمختګ پلو روان كړے او عمران خان ئې لاره كښې خنډان ودروي۔ د خالي په ورځ اسلام آباد كښې ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل اوس صورتحال دا دے چې ټول لوزر دي ونر يو نشته۔ ده ووئيل 70 كاله كښې هېواد څخه بې وسي ختمه نه شوه۔ بايد دا خبره حتمي وي چې د ووټ دلارې راځو او د ووټ د لارې به ځو۔ هېواد څخه د بې روزګارۍ ختمول زمونږ اجتماعي ذمه واري ده۔ يو بل ته غل او ډاكو وئيلو سره د يو بل د مينځه وړلو هڅې بايد ونكړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف هېواد پرمختګ پلو روان كړے او عمران خان ئې لاره كښې خنډان ودروي۔ ده ووئيل عمران خان د الېكشن څخه يو كال پس كنټېنر ته وختلو وروستو دده دا ډرامه ختمه شوه۔ ده ووئيل مونږ د كنځلو ځواب په كنځلو نه وركوؤ۔ ده ووئيل پاكستان صلاحيت لرونكے هېواد دے كه مونږ په خپلو پښو ودرېدو نو هېواد به ډېر وړاندې لاړ شي۔ دا يو تريخ حقيقت دے چې د پاكستان د سالميت په ضد بهرني سازشونه كېږي۔ ده ووئيل په جے آئي ټي سخت اعتراضونه لرو او په دې زمونږ وكيلان كار كوي۔ ده ووئيل د جے آئي ټي په ضد سره د تحفظاتو لرلو مونږ پرله پسې وړاندې شوې يو ولې چې د قانون جنګ عدالت كښې كېږي۔ پرېكړه كه حق كښې راځي يا په ضد نو دا به منل وي۔ او د قانون پرېكړه به هر يو تن مني دغسې چې هېواد مخ په وړاندې لاړ شي۔ ديوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چرته چې پي ټي آئي ګټلې نو دغلته ټګي شوې نه ده او چرته چې ورته ماتې شوې دغلته ټګي جواز جوړولو سره پي ټي آئي يو كال پس كنټېنر ته ختلو سره دھرنا ون پېل كړه۔