مونږ د وړومبۍ ورځې نه د جے آئي ټي تعصب عدليه او اولس ته څرګند كړے ؤ

سلام آباد 11 جولائي(اے پي پي)د وزیراعظم وياند ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د جے آئي ټي تعصبات مونږ د وړومبنۍ ورځې څخه عدليه او اولس ته څړګندول ٬ په راپور خېرانه نه يو ، متنازعه جے آئي ټي څخه هم دغه هيله وه ۔ د نهې په ورځ شخصي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل يوه تعصب زده جے آئي ټي كومه چې تعصب زده طريقه كار فالو كوي ھغې څخه هم د يو تعصبي راپور هيله ٶه۔ ده ووئيل د جے آئي ټي تعصب پحقله مونږ څو ځله په واضحه ټكو د خپلو تحفظاتو څرګندونه كړې وه او وئيلي مو وو چې د جے آئي ټي رويه د تعصب ده۔ د جے آئي ټي د معتصب رويې د ټولو لوے مثال قطر ته نه تلل دي۔ ډاكټر مصدق ملك ووئيل په وزیراعظم محمد نواز شریف تېر وخت كښې هم تورونه لګېدلې وو خو ھغه بريالې شوې او اوس به هم بريالې كېږي ځكه چې د ھغه لمن پاكه ده