مونږ به خپل آئيني او قانوني حق تر مخه د جے آئي ټي راپور چېلنج كوؤ۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف ټي وي سره خبرې

اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي مونږ به خپل آئيني او قانوني حق كاروو او د جے آئي ټي راپور به چېلنج كوؤ۔ د جے آئي ټي راپور كښې بې شمېره كمزورې شته او د دغې په بنياد به په كوم هم عدالتي فورم د دوې په ضد كېس كولې شي۔ د نهې په ورځ يو نشخصي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل دا زمونږ د هېواد د 70 كلنه تاريخ برخه ده چې دلته سازشونه كېږي د اولس مېنډېټ هم په زور اخستلې شي۔ ده ووئيل دھرنا ون هم سازش ؤ كوم چې په ډاګه كړې شو۔ ده ووئيل مونږ په تېرو 9 كلونو كښې لوئے مزل كړې۔ زه د اولس په خذمت باور لرونكې انسان يم۔ او نن هم هيله لرم چې جمهوريت كوم چېلنجونو سره مخ دے په دې ټولو قابو موندلو سره به دا لا مستحكم شي او د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې به خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د وزيراعظم نامه په پانامه پېپرز كښې نه وه او بيا ئې هم ځان او كورنۍ احتساب ته وړاندې كړې۔ده وئيل جے آئي ټي راپور كښی د لندن ځينو كپمنيو سره د حسېن نواز د دروغو تعلق هم ښكاره كړی۔ ده ووئيل جے آئي ټي خپل راپور كښې په ذريعو انحصار كړې او دې سره دا راپور غېر يقيني شوے۔ ده وئيل جے آئي ټي كښې حسن او حسېن نواز څخه غېر متعلقه پوښتنې شوي دي