موصل كښې د فتح باوجود د داعش په ضد جنګ تر اوسه ختم نه دې

بغداد 12 جولائی (اے پی پی) د امريكې پھ مشرۍ كښې نړيوال اتحاد خبردارې وركړې چې موصل كښې د فتح اعلان باوجود د داعش پھ ضد جنګ تراوسه ختم شوې نه دې٬ كه عراقي حكومت مخالفينو سره خپله رويه بدله نه كړه نو يو نوې داعش پیدا كېدې شي۔ د العربيه ټي وي راپور له مخې د نړيوال اتحاد ځواكونو كمانډر جنرل سټيوټ تاوسنډ د عراق حكومت څخه غوښتنه كړې كه چرې هغوي د بل داعش جوړېدو مخ نيوې كول غواړي نو هعوي له به نوې ګامونه پورته كول وي۔دوي په دې امر زور راوړو چې عراقي حكومت دې هېواد كښې د مخالف حلقو سره په رابطه كښې وي او دوي سره دې مصالحت باوري كړی