قومي نصاب كونسل د هېواد د وړومبي قومي نصاب د دائر كار منظوري وركړه

اسلام آباد 26 جولائي (اے پي پي) قومي نصاب كونسل د هېواد د وړومبي قومي نصاب د دائر كار منظوري وركړه۔تېره ورځ د اېن سي سي په 8مه غونډه كښې د قامي نصاب د دائره كار منظوري وركړی شوه۔د تعليم او د وظيفائي تربيې دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان په دې كاميابۍ قومي نصاب كونسل ته مباركي وركړی او وئېلې يې دي چې دې سره به ضروري لارښونه ترلاسه شي او په هېواد كښې به د تعليم په جاج اخستلو كښې هم مرسته وشي۔قومي نصاب كونسل د تعليم د وزيرانو كنفرنس په اتفاق سره جوړ كړی شوې۔پھ دې كښې د هرې صوبې نه درې غړي شامل كړی شوي۔پھ دې موقع دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمان ووئيل چې د قومي نصاب د دائره كار د پالېسۍ دستاويز جوړول د كونسل غېر معمولي كاميابي ده او بايد په دې لړ كښې هڅې زياتې كړی شي۔د دې څخه وړاندې كونسل په پاكستان كښې د معياري تعليم د كم نه كم معياراتو په لړ كښې د دستاويز منظوري هم وركړی وه