قومي لوبډله به په نړيوال جونئير سكواش چېمپئن شپ كښې ګډون كولو لپاره ﴿نن﴾ نيوزي لېنډ ته ځي

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) قومي لوبډله به په نړيوال جونئير سكواش چېمپئن شپ كښې ګډون كولو لپاره ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ نيوزي لېنډ ته ځي۔ د پاكستان سكواش فېډرېشن سېكتر طاهر سلطان له مخې دا چېمپئن شپ به د جولائي د 19مې نېټې نه د جولائي تر 28مه په نيوزي لېنډ كښې كولې شي۔ په دې چېمپئن شپ كښې به عباس زېب٬ ذيشان زېب٬ منصور زمان او عبدالمالك د پاكستان نمائندګي كوي