فرنټېئر كور بلوچستان د ترهګرۍ لويه كاروائي ناكامه كولو سره 2 زره كلوګرامه چاؤدېدونكي توكي ترلاسه كړل۔ آئي اېس پي آر

پنډۍ ۔ 31 جولائی (اے پی پی) فرنټيئر كور بلوچستان د ترهګرۍ يوه لويه كاروائي ناكامه كولو سره 2 زره كلوګرامه چاؤدېدونكې مواد ترلاسه كړي۔ د آئي اېس پي آر لخوا د ګل په ورځ جاري كړې شوي بيان ترمخه آپرېشن ردالفساد کامیابۍ سره روان دے۔ اېف سی بلوچستان د قلعه عبد الله په سپين تېزا سيمه كښې د استخباراتي معلوماتو په بنياد په يوه خصوصي كاروائۍ كښې يو ګاډي څخه 2 زره كلوګرامه چاؤدېدونكي مواد ترلاسه كړي۔ د بیان ترمخه د دې كاروائۍ په مهال دوه شكمن كسان هم نيولې شوي دي۔