عمران خان نااهل او په ګوند ئې بندېز لګېدونكے دے

اسلام آباد 11 جولائی (اے پی پی)د پاكستان مسلم ليګ(ن)لارښود حنيف عباسي وئېلي دي عمران خان نااهل او د هغه په ګوند بندېز لګېدونكے دے۔ تراوسه د بني ګاله مني ټريل ثابت نه كړے شو٬ګوند په فنډنګ كېس كښې الېكشن كمېشن ته تفصيلاتو وركولو كښې ناكامه راغلې ۔اسلام آباد كښې د پرېس كنفرنس كولو په مهال ده ووئيل قام معلومول غواړي چې عمران خان په چورلكو كښې ګرځي ٬څلور نيم سوه كناله كور كښې اوسېېږي او د انګلينډ دورې كوي دا روپۍ له كوم ځاېه راځي٬هغه 1 لك 50 زره انكم ټېكس جمع كړې كوم چې د هغه د خرڅونو سره سمون نه خوري۔ ده ووئيل كه لوئے څښتن ته منظوره وي نو نااهل كېدونكے دے۔ ده ووئيل پېسه د عمران خان كمزوري ده۔ د جے آئي ټي په اړه حنيف عباسي ووئيل د جے آئي په اړه چې كومې اندېښنې وړاندې مونږ لرلې هغه ريښتيا ثابت شوي۔ كوم كسان چې جے آئي ټي كښې ناست وو هغوي مخالفو ګوندونو سره تعلق لرو ۔ده ووئېل د جے آئي ټي د لويو لويو بكسو نه هېڅ ترلاسه شوې نه دي۔ دا ټولې د ځانه خبرې دې۔ ده عمران خان ته ووئيل ستا قام سره څه كار دے۔ كار ورسره د هغه كسانو دے څوك چې ساهيوال ٬ حوېلي بهادر شاه او پسني ته ځي او د دوئي د دړد احساس لري۔