عمران خان د نوي پاكستان په څېره كښې د پخواني پاكستان سازش دے

اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د مسلم لیګ (ن) لارښود دانیال عزیزوئيلي دي چې عمران خان د نوي پاكستان په څېره كښې د پخواني پاكستان سازش دے٬ د ټاكنو په كېمسون كښې د عمران خان په ضد چا هم د عدالت د سپكاوي درخواست نه دے كړے ٬ د ټاكنو كمېسون از خوډ نوټس اخستې دے۔ ده د نهې په ورځ د ټاكنو كمېسون كښې د عمران خان په ضد د عدالت سپكاوي مقدمې سماعت نه پس ميډيا سره خبرې كولې ۔ ده ووئيل عمران خان د سپریم کورټ پشمول يو عدالت ته هم نه وړاندې كېږي او نه د ھغه وكيل وړاندې كېږي٬ د ھغه د پوښتنې هېڅ څوك نشته۔ ده ووئيل د عمران خان د نيولو وارنټ درې كاله وړاندې جارې شوے ٬ ده د لس اربه د دروغ ادعا هم ځواب نه دې وركړې٬ مونږ د ټاكنو د كمېسون په صبر هم حېران يو۔ ده ووئيل پي ټي آئي د آئيني ادارو سپكاوې كړے دے٬ د وړومبۍ ورځ نه عمران خان د جمهوريت مخالف دے