سوريه كښې د جنګ بندۍ لوظنامه خوشبينه ده۔ د ايران خارجه دفتر

تهران 11 جولائي (اے پي پي) ایران وئيلي دي د امريكې او روسيې ترمېنځه په سوريه كښې د جنګ بندۍ په اړه په اتفاق راتللو مطمئن يو۔ د ايران خارجه دفتر وياند بهرام قاسمي د يو بريفنګ په مهال وئيلي دې د دواړو هېوادونو ترمېنځه سوريه كښې د جنګ بندۍ په لوظنامه كښې كوم لاس نه لري۔ وياند ووئيل امريكه منطقه كښې د خپلې پخوانۍ اجاره دارۍ په ځائ ساتلو هڅه كوي په كومه چې تر اوسه مونږ شك لرو خو روسيې سره به د آستانه لوظنامې له مخې د خبرو لړۍ دوامداره ساتو۔ د يادونې وړ ده په دې ورستيو كښې د جي ټوئنټي غونډې په مهال سوئيلي لويديز سوريه كښې امريكا او روسيه د جنګ بندۍ لوظنامې ته سلا شوې وو۔