سوريه كښې د امريكې پوځي اډې غير قانونی دي، روس

ماسكو 22 جولائی (اے پی پی) روس په سوريه كښې د امريكې پوځي اډې غير قانونی كرځولي۔ ارنا نیوز له مخې د روس خارجه وزير سرګئی لاروف خپل يو بيان كښې په سوريه كښې د امريكې پوځي اډې غير قانونی ګرځولو سره ووئيل چې سوئيلي سوريه كښې د محفوظ سېمو جوړلو په لړ كښې د روس او امریكې ترمينځه د خبرو اترو سلسله روانه ده۔ده ووئيل سوئيلي سوريه كښې د جنګ بندۍ څارني او بيلو سېمو كښې مرستې رسولو له خبرې اترې په آخري پړاؤ كښې دي۔لاروف د امریكې صدارتی ټاكنو كښې د روس مداخلت په اړه د سی آئی اے په مشر مائیك پومپیؤ د تور لګولو په حقله ووئيل دا ډول تورنه د نه منلو دي۔دا خبره دې ياده وي چې روس د امریكې صدارتی ټاكنو كښې د مداخلت تردید كوي۔