د کامیابۍ امید لرم، د نواز شریف قام سره كړي لوظونه به تر سره كولې شي

اسلام آباد 31 جولائی (اے پی پی) د وزيرا عظم چوكۍ لپاره د مسلم لیګ (ن) نومولې كانديد شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د کامیابۍ امید لرم، د نواز شریف د قام سره شوې لوظونه به تر سره كولې شي،شیخ رشید دې د ریفرنس دائر کولو خپل شوق پورا کړي۔ د ګل په ورځ د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو لپاره پارلمان ته د تږ په موقع میډیا سره غیر رسمی خبرو كښې ده ووئيل د کامیابۍ امید لرم۔ انشاء اللہ (ن ) لیګ به په اکثریت سره كاميابي ترلاسه كړي۔ ده ووئيل د خپل قائد محمد نواز شریف وژن له مخې به د پرمختګ مزل روان ساتو۔ د کابینې پريكړه به ګوند كوي۔ د نواز شریف د قام سره كړې لوظونه به تر سره كولې شي۔(