د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د پارلماني ګوند غونډې ته وېنا

اسلام آباد 29 جولائي (اے پی پی﴾ پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې زما نااهلي د كرپشن له امله نه ده شوې٬ بايد تاسو په دې فخر وكړئ چې ستاسو د ګوند د مشر لمن پاكه ده٬ كه كوم خرد برد يا خيانت مو كړے و نو پخپله به مو استعفٰي وركړې وه٬ هېواد لپاره هر ډول قربانې ته تيار يم٬ كوم سلوك چې راسره وشو٬ د دې توقع نه وه٬ بايد په هېواد كښې د آئين او قانون پاسداري وي٬ له بده مرغه ځينې نويو راغليو سياستدانانو د تورونو او تهمتونو حد كړے٬ دا نوي راغَلي سياستدانان اوس پخپله په تورونو كښې ګېر دي٬ دا هغه خلق دي چې د امدن ذريعې ئې هم نشته نو بيا پېسه د كوم ځائ راغله٬ په خلوص او عزم سره مې د دې هېواد خدمت كړے٬ زه يو سپاهي يم كوم چې هېواد لپاره كار كوي او په مورچه كښې ولاړ وي٬ زه به تر اخري وخت پاكستان لپاره په مورچه كښې ولاړ يم٬ وړومبې دهرنا٬ دويمه دهرنا او بيا پانامه٬ِ خو سره د دې هم تيارې په تلو دي۔ د خالي په ورځ په پنجاب هاؤس كښې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د پارلماني ګوند غونډې ته په خپله وېنا كښې نواز شريف ووئيل چې قوم ته معلومه ده چې زمونږ په 70 كلن تاريخ كښې وزيراعظمانو سره څه شوي دي٬ د مسلم ليګ﴿ن﴾ حكومتونه څو ځله په بېلا بېلو طريقو له مېنځه وړل شوي دي خو اولس دا طريقې رد كړې دي۔ نواز شريف ووئيل چې كله قومونه د سمې لارې ټاكنه وكړي نو د هغوي تقدير بدل شي۔ ده ووئيل چې زما نااهلي د كرپشن له امله نه ده شوې٬ بايد تاسو په دې فخر وكړئ چې ستاسو د ګوند د مشر لمن پاكه ده٬ كه كوم خرد برد يا خيانت مو كړے و نو پخپله به مو استعفٰي وركړې وه٬ چې كله مو كرپشن نه دې كړے نو استعفٰي مو زړه نه منله۔ ده ووئيل چې وائي چې تنخا دې ولې نه ده اخيستې٬ اثاثه ده٬ ځكه ډكليئر كول پكار و٬ چې كله مې تنخا نه ده اخيستې نو ولې مو ډكليئر كوله۔ ده ووئيل چې زه په خپلو اثاثو ټېكس وركوم٬ هره اثاثه او امدن مو ډكليئر كړے٬ د دريو نسلونو د احتساب نه څه ترلاسه شول٬ يوه اقامه كومه چې د امدن ذريعه هم نه ده٬ دا څه روان دي٬ اولس ته پرېكړه كول دي٬ هېواد په كومه لار روانولې شي۔ ده ووئيل چې زما ضمير پاك دے۔ ده ووئيل چې زما په ضد د هائي جېكنګ كېس جوړ كړے شو او زه هائي جېكر جوړ كړے شو٬ خلقو وئيل چې د مرګ سزا به درته واورول شي۔ پخواني وزيراعظم ووئيل چې كه د پېسو طمع مو وه نو ماته د پنځه اربه ډالرو وړاندېز شوے و٬ ما د دې هېواد د اټومي پروګرام په بټن لاس كېښودو او پاكستاني قوم لپاره د عزت او فخر موقع راغله۔ ده ووئيل چې 20 ٬ 25 كله وړاندې نظرياتي نه وم خو حالاتو نظرياتي جوړ كړم٬ د نظرياتو سودا نه شم كولې كه هر څومره سزا وي٬ پښېمان به نه شم۔ هېواد لپاره هر ډول قربانې ته تيار يم۔ پخواني وزيراعظم ووئيل چې د خپل ذات هېڅ پروا نه لرم٬ د پاكستاني اولس پروا لرم٬ِ په خدائ په مې دې قسم وي چې د اقتدار د لالچ خبره نه كوم٬ كومې هڅې مې چې كړې دي٬ غواړم چې ګټه ئې 20 كروړه اولس ته ورسي۔ ده ووئيل چې بلوچستان ته لاړ شي څنګه بدلېږي٬ نن كراچې آبادېږي او امن راغلې٬ لوډشېډنګ ختمېږي او رڼاګانې بيا راځي٬ كه د دهرنو سياست او دا منفي سياست نه وې نو تر اوسه به ترهګري په مكمل توګه ختم شوې وې۔