د پاکستان او مالدیپ ترمېنځه د سېلګرۍ د مرستې لوظنامه لوسليك شوه

اسلام آباد 26 جولائی (اے پی پی) د پاکستان او مالدیپ ترمېنځه د سېلګرۍ د مرستې لوظنامه لوسليك شوې ده چې له مخې به ئې دواړه هېوادونه په مشتركه توګه سېلګرۍ ته وده وركوي۔ د پاكستان لخوا د پاكستان ټوررازم اېم ډي چوهدري عبدالغفور په لوظنامه لاسليك وكړو۔ د لوظنامې تر مخه د مالديپ حكومت د سلېګرۍ او كوربتوب په لړ كښې د پاكستان فارغ التحصیل زده كوٶنو ته د انټرنشپ موقعې وركوي او د پاكستان پحقله د سېلګرۍ دستاوېزي فلمونه به هم د مالديپ په بېلا بېلو ټي وي چېنلو خپورولې شي۔ د دواړو هېوادونو د سېلګرۍ ٬ كلتور او فوډ فېسټولز كښې به هم بشپړ ګډون كولې شي او د ټوور آپرېټرز ترمېنځه روابط به هم جوړولې شي۔ مالدیپ به پاکستان كښې د موجوده سېلګرۍ په اړه سرمايه كارۍ موقعو پحقله معلومات هم په ځانګړې توګه سرمايه كارو ته رسوي۔ په دې لړ كښې به د دواړو هېوادونو د قامي سېلګرۍ ادارې او سفارتخانې بشپړه كردار لوبوي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د مالدیپ اولس مشر عبداللہ یامین عبدالقیوم په بلنه د مالديپ د آزادۍ په 52مه دستورو كښې خاص مېلمه ٶ۔ سېلګري د مالديپ د ټولو نه لوي صنعت دے كوم چې د جي ډي پي 28 فيصه برخه ده او د زرمبادله 60 فيصده برخه ګټي۔ د مالديپ په نورو څانګو كښې د ماهيان٬ كركيله او انډسټري شامل ده۔ ۔ هر كال د 12 لكه نه زيات سېلګري مالديپ ته سېل لپاره راځي۔ د پاکستان او مالدیپ ترمېنځه دې لوظنامې سره به نه يوازې د سېلګرۍ په لړ كښې پرمختګ او ودې ته مرسته ترلاسه شي بلكې د سېلګرو راتګ او د زرمبادله آمدن به هم ښه زيات شي۔